د افغانستان فوټبال فدراسیون د مېرمنو کمېټې د لوبغاړو د کورنۍ له غړو سره لیدنه وکړه
پنجشنبه، د ۱۳۹۶ کال د مرغومي اوومه
په نوموړې ناسته کې د هېواد د فوټبال فدراسیون د مېرمنو کمېټې مسوول عبدالصبور ولیزاده او د دغه کمېټې غړو ګډون کړی و. دغه ناسته د ښځینه لوبغاړو د کورنۍ له غړو سره د پېژندګلوۍ او د مېرمنو د فوټبال د ودې په برخه کې د دوی د نظریاتو د اورېدو په موخه دایره شوې وه. د ناستې په پای کې د ښځینه لوبغاړو د کورنیو غړو د دغې کمېټې د فترونو لیدنې تر څنګ د هېواد د فوټبال د ودې برخه کې يې د دغه فدراسیون مننه وکړه.