د افغانستان روشن اتلانو لیګ شپږم پړاو؛ د غوره لوبډلو په منځ کې د پاتې کېدو لپاره سخته سیالي
د افغانستان د روشن اتلانو لیګ شپږم پړاو به د هېواد د غوره فوټبال لوبډلو په ګډون، د تګ او راتګ په بڼه د دوو پړاوونو په ترڅ کې ترسره شي. په دې فصل کې به په ټولیز ډول ۹۰ سیالۍ ترسره شي.
هره لوبډله به د جدول د خپل مقام د پیاوړتیا، د اتلانو لیګ په سیالیو کې د خپل حضور د ساتلو او د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو لپاره د هرې لوبې د امتیاز پر سر مبارزه کوي. د فصل په پای کې به د اتلولۍ ترڅنګ، دویم، درېیم او د نورو لوبډلو مقامونه هم د دوی د ترسره شوو سیالیو او ترلاسه شوو امتیازونو پر بنسټ ټاکل کېږي.
خو سیالي یوازې د لومړیو مقامونو لپاره نه ده؛ هغه دوه لوبډلې چې د فصل په پای کې تر ټولو کم امتیازونه ولري، له اتلانو لیګ څخه به سقوط وکړي او په راتلونکي فصل کې به یې ځای دوه نورې لوبډلې ونیسي.
شپږم پړاو؛ ۱۰ لوبډلې، ۹۰ سیالۍ او داسې سیالي چې هر امتیاز یې د یوې لوبډلې پر برخلیک اغېز کولی شي.
