د فوټبال د مینه‌والو پراخ حضور؛ د لوبغالي پر سټنډونو د سیالیو تودوخه

3,417 ليدلي
حمل ۲۶, ۱۳۹۷
سلاید شو

د فوټبال د مینه‌والو پراخ حضور؛ د لوبغالي پر سټنډونو د سیالیو تودوخه

د فوټبال د مینه‌والو پراخ او له شور او ولولو ډک حضور د افغانستان د روشن اتلانو لیګ سیالیو ته ځانګړې ښکلا او جذابیت ورکړی دی.

مینه‌وال د خپلو خوښو لوبډلو او لوبغاړو د ملاتړ لپاره لوبغالو ته راځي او د خپلو پرله‌پسې چکچکو او هڅوونکو شعارونو له لارې د سیالیو فضا لا توده کوي.

د فوټبال د مینه‌والو دا پراخ حضور د افغانستان له فوټبال سره د خلکو د ژورې مینې او علاقې څرګندونه کوي؛ هغه مینه چې د هرې سیالۍ هیجان او ښکلا لا ډېروي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.