د تاجېکستان هېواد پلازمېنه دوشنبې ښار کې د هېواد ملي لوبډلې د لوبغاړو سره د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم لیدنه
د افغانستان فوټبال فدراسیون عمومي رییس کرام الدین کرام د ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د تاجیکستان هېواد پلازمېنې دوشنبه ته ولاړ، تر څو د فوټبال له رهبري پلاوي او ملي لوبډلې سره لیدنه وکړي. له ښاغلي کرام الدین کریم سره په یاد سفر کې د الکوزي نړيول شرکت رییس هم ګډون کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس او د الکوزي شرکت رییس له ملي لوبډلې سره د هرراز ژمنې او هغوی ته د لا اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.