چاینات د تایلند د لومړۍ درجې لیګ اتلولي وګټله
چاینات فوټبال کلب چې د هېواد فوټبال ملي لوبډلې هافبک لوبغاړی مصطفی آزادزوی پکې لوبېږي، په ۲۰۱۷ کال فوټبال فصل کې د تایلند لومړۍ درجې لیګ اتلولي وګټله.
ښاغلی آزادزوی په دغه فصل کې د چاینات فوټبال کلب یو کلیدي او مهم لوبغاړي و، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۱ ګولونه او ۱۱ پاس ګولونه ترسره کړل.
چاینات فوټبال کلب به یو ځل بیا د تایلند هېواد غوره لیګ ته لار ومومي او همداراز مصطفی آزادوی به دویم افغان لوبغاړی وي، چې په تایلند غوره لیګ کې به ولوبېږي.