هلمند فوټبال فدراسیون د دغه فدراسیون د ۱۳۹۶ کال غوره کارکوونکي او لوبغاړي وستایل
د هلمند فوټبال فدراسیون د دغه ولایت د ۱۳۹۶ کال غوره کارکوونکي، لوبغاړي، لوبڅاران او امنیتي ځواکونه د ۱۳۹۶ کال د مرغومي پر پنځلسمه وستایل. د نوموړو د ستاینې په موخه په جوړه شوې غونډه کې د ولایتي شورا استازیو، مدني ټولنې فعالانو او په سلګونه فوټبال لوبغاړو او مینه والو ګډون کړی و. د دغې ستاینغونډې په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د ۱۳۹۶ کال غوره ګول ساتونکی، ګول وهونکی او همداراز د کال غوره لوبډله هم غونډې ته وروپېژندل شوه او د هلمند فوټبال فدراسیون له خوا ورته ستاینلیکونه، کپونه او مډالونه ورکړل شول
د کال غوره لوبغاړی: غلام رسول فضلي
غوره ځوان لوبغاړی: هدایت الله مبارز
غوره ګول ساتونکی: بسم الله الهام
غوره ګول وهونکی: عبدالواحد نورزی
د کال غوره ګول: نبي
غوره اخلاقي لوبغاړی: ذاکر حسین
غوره لوبډله: انصاري
غوره اخلاقي لوبډله: نوي یاران
غوره لوبډلمشر: عبدالولي باور
غوره روزونکی: شیر احمد
غوره ځوان روزونکی: ضمیر احمد صدیقي
د کال غوره فوټبال مینه وال محمد حسین