امرالدین شریفي د قرغیزستان له الياوش لوبډلې سره د دغه هېواد د سوپر جام اتل شو
الياوش او دوردوي چې د قوټبال په تېر پړاو کې په ترتیب سره د غوره لیګ او خذفي جام اتلولي ګټله وه، د قیرغیزستان په سوپر جام کې یو له بل سره مخامخ شول.
دا لوبه چې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل پر لومړۍ د دغه هېواد د جلالاباد ښار په کورمانبیک لوبغالي کې وشوه، په قانوني ۹۰ دقیقو کې ۲ – ۲ مساوي اعلان شوه؛ خو د پنالټي په ضرباتو سره ۵ – ۴ په توپير لوبه د الياوش لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
امرالدین شریفي په دغه لوبه کې د ۹۰ دقیقو په اوږدو او د پنالټي په ضرباتو سره څلور ګولونه د خپلې لوبې په ګټه ووهل.