د افغانستان فوټبال د پراختیا او ملاتړ په اړه د فوټبال فدراسیون د رئیس ټینګار
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس، محمد یوسف کارګر، د هېواد د فوټبال د لا پراختیا او د ورزشکارانو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو هڅو او ژمنتیا ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون به په خپل ټول توان د هېواد د ورزشکارانو او د فوټبال د کورنۍ ترڅنګ ولاړ وي او د فوټبال د ودې، پرمختګ او د استعدادونو د لا غوړېدو لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
د فوټبال فدراسیون رئیس همداراز د ورزشکارانو پر دوامدار ملاتړ، د پراختیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا او د هېواد د ځوانانو او فوټبال استعدادونو لپاره د لا ډېرو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، چې د فدراسیون موخه د افغانستان فوټبال لپاره د لا روښانه راتلونکي رامنځته کول او داسې زمینه برابرول دي، چې د هېواد ورزشکاران وکولای شي په ملي او نړیوالو ډګرونو کې په لا ډېرې انګېزې او وړتیا سره وځلېږي.
