د ۱۳۹۷ کال د غويي ۱۸، سه شنبه
د افغانستان ښځینه فوټسال لوبډلو مقدماتي سیالۍ نن د ۸ لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازیم کې پيل شوې. د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د افغانستان په ښځینه فوټسال غوره لیګ کې له پلازمېنې څخه د پياوړي استازي غوره کول دي. د یادو شویو سیالیو لومړنۍ لوبه د آیندهسازان او میهن لوبډلو تر منځ وشوه، چې ۸ – ۱ میهن لوبډلې آیندهسازان لوبډلې ته لوبه وبایلله او دویمه لوبه بیا د استقلال او توانا لوبډلو تر منځ وه، چې ۴ – ۱ په توپير استقلال لوبډلې بریا حاصله کړه. د یادونې وړ ده، چې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي او سبا (چهارشنبه – غويي ۱۹) کابل کلب او آشیانه او همداراز اطلس او عدالت لوبډلې یو له بل سره مخامخېږي.
د افغانستان ښځینه فوټسال لوبډلو د مقدماتي سیالیو پيل
