د افغانستان روشن اتلانو لیګ شپږم پړاو لپاره د ریفریانو سخته ازموینه
د افغانستان روشن اتلانو لیګ شپږم پړاو لپاره د ریفریانو سخته ازموینه
د افغانستان د روشن اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالیو ته د غوره او چمتو ریفریانو د ټاکلو په موخه، د ریفریانو لپاره یوه سخته او جدي ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې د ریفریانو د چمتووالي کچه، د فوټبال له قوانینو سره د هغوی بلدتیا او تخنیکي وړتیاوې وارزول شوې، څو د شپږم پړاو سیالیو لپاره تر ټولو غوره او چمتو ریفریان وټاکل شي.
د دې فصل د سیالیو د اهمیت او فشردګۍ له امله، د وړ او چمتو ریفریانو حضور د سیالیو د منظم، عادلانه او باکیفیته ترسره کېدو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.