په بادغیس ولایت کې د فوټسال حذفي کپ د شهاب سکلېټ په تمویل د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون او فوټسال کمېټې تر نظر لاندې پیل شو.
دغه کپ چې د ۸ غوره لوبډلو تر منځ پیل شوی و، په پایله کې تک ستاره او برادران لوبډلو پایلوبې ته لار ومونده.
د بادغیس ولایت د فوټبال فدراسیون د رییس عبدالواحد ادیب په وینا، تک ستاره فوټسال لوبډلې ۱۱ _ ۸ ګولونو په توپیر برادران لوبډله له مخې لرې کړه او اتلولي یې وګټله.
د دغه کپ غوره ګول وهونکی له برادران لوبډلې نه حمید سعیدي وپېژندل شو.
غوره لوبغاړی له تک ستاره لوبډلې نه سمېع صمیم او غوره دروازه ساتونکی هم باسط نبیل له تک ستاره لوبډلې وپېژندل شول او د غوره اخلاق کپ اتفاق لوبډلې وګاټه.


