امېد ملي لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړه

1,033 ليدلي
سرطان ۲۵, ۱۳۹۶
د ښځو فوتسال

امېد ملي لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړه

امېد فوټبال ملي لوبډله نن د افغانستان فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کریم، عمومي منشي سیدعلیرضا آقازاده، د فوټبال فدراسیون اداري مسوول فرید مولايي او د دغه فدراسیون د نورو غړیو په هرکلي عربستان هېواد ته لاړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کریم د خپلو خبرو په ترڅ کې روزونکو او د دغې لوبډلې لوبغاړو ته وویل، چې د هېوادوالو د بېرته خوښۍ لپاره دې مبارزه وکړي او د منلو وړ پایلې دې د ځواکمنو لوبډلو سره تر لوبېدا په ترڅ کې ترلاسه کړي. د افغانستان امېد ملي لوبډله د مقدماتي سیالیو په دویم ګروپ کې له سعودي عربستان، عراق او بحرین سره لوبېږي.



د افغانستان فوټبال فدراسیون په اړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون په افغانستان کې د فوټبال اداره کوونکی بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۹۲۲ کال کې تاسیس شوی او اوسمهال د اسیا فوټبال کنفدراسیون غړی دی.