د غور ولایت فوټبال فدراسیون له نشه يي توکو سره د مبارزې تر نوم لاندې ټورنمنټ پيل چې د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د دغه لوبو وروستۍ سیالي تېره ورځ (۱۳۹۶/ زمری/ ۱۱) د استقلال او اتحاد لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې استقلال سیاله لوبډله له مخې لرې کړه.
د استقلال لوبډلې لوبغاړي عبدالرحمان یعقوبي د ۱۷ ګولونو په وهلو سره د دغه ټورنمنټ د غوره ګول وهونکي لقب وګاټه.









